زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-15  |  2024-09-19  |  تازه شوی په: 2024/09/18 - 03:21:1 FA | AR | PS | EN
مغروري مه کوئ، پر خلکو مهربانه اوسئ او د بیت المال ساتنه کوئ             افغان کډوال به په عزت خپل هیواد ته ستانه کړو             د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لوبلړۍ سباپيلېږي             یو شمېر طالب مشران خپلې کورنۍ له افغانستانه باسي             ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی             د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه             لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي             د جنوبي افريقا د کرکټ لوبډلمشر افغانستان کې د توپيري چلند د پای ته رسېدو غوښتنه کړې             په سرپل کې د خرافاتو د مخنيوي په موخه د چنار يوه ونه له بيخه ايستل            د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپارو             داعش دایکندي‌ کې ۱۴ کسان وژلي             پاکستان ته له افغانستان څخه د صادراتو ۱۰ فیصده کموالی             د کوکنارو د بدیل کښت او کاري فرصتونو برابرولو لپاره غوښتنه             د اسټرالیا په افغانستان کې د یو شمېر افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کړي             د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې نن رسماً پیلېږي            

تاريخ النشر: 2024/09/15 - 04:01:0
زيارة: 162
مشاركة مع الـأصدقاء

د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه
 د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه

د بریتانیا څو پخوانیو دفاع وزیرانو او پخواني صدراعظم له اوسني صدراعظم کییر سټارمر غوښتنه کړې چې، اوکراین ته زمینه برابره کړي، څو د امریکا د متحده‌ایالتونو له ملاتړ پرته هم، د روسیې په خاوره کې دننه ليرې واټنه میزاییل وکارولی شي.

په‌دې اړه سنډې ټایمز راپور ورکړ. په راپور کې ویل شوي چې د بریتانیا پخوانیو دفاع وزیرانو ګرانټ شاپس، بن والاس، ګوین ویلیامسن، پني موردانت او لیام فاکس او پخواني صدراعظم بوریس جانسن دا غوښتنه مطرح کړې ده.

دغو پخوانیو سیاستوالو خبرداری ورکړی، چې په‌دې برخه کې هر ډول ځنډ به د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین لا زړور کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلینسکي له میاشتو راهیسې له متحدانو سره یوځای غوښتنه لري، چې اوکراین ته باید اجازه ورکړل شي، څو غربي میزاییل او په امریکا کې د جوړو شویو لیرواټنه اتاکمس (ATACMS) او په بریتانیا کې د سټورم شډوز (Storm Shadows)  په نوم جوړ شوي توغندي د روسیې په خاوره کې دننه وکارول شي، چې له‌دې سره د نورو حملو لپاره د مسکو ظرفیت محدود شي.

تېره جمعه د امریکا ولسمشر جو بایډن په واشنګټن کې د بریتانیا له صدراعظم کییر سټارمر سره کییف ته په روسیه کې دننه پر ځینو اهدافو د حملو لپاره د لیرې واټنه میزاییلو د کارونې د اجازې په اړه خبرې وکړې، خو کومه پرېکړه اعلان نه‌شوه.

ځینو امریکايي چارواکو په‌دې اړه شک ښوولی چې، د دغسې میزاییلو د کارونې لپاره د زمینې برابرول دې د روسیې د اشغالګرو په وړاندې په مبارزه کې د کییف جګړه کې کوم بدلون راولي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33461






*
*

*



قرأ

عمان کې د افغانستان په سفارت د طالبانو دیپلوماتان ځای پرځای شول


مغروري مه کوئ، پر خلکو مهربانه اوسئ او د بیت المال ساتنه کوئ


یو شمېر طالب مشران خپلې کورنۍ له افغانستانه باسي


ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی


د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپارو


د اسټرالیا په افغانستان کې د یو شمېر افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کړي


د کاملاهریس او ټرمپ ترمنځ مناظره پای ته ورسېده


په اوسلو کې هم د افغانستان سفارت بندیږي


نظری د بامیان محصلان ته په وینا کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ


د دوحې موافقې د افغانستان د حکومت روحیه خرابه کړه


د بریتانیا د باندنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت د بندېدو امر کړی


له جرمني څخه ایستل شوي افغانان له بنده خوشی شول


د غزه شهیدانو شمیر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسیدلی دی


یوناما د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د غونډې جوړولو اعلان وکړ


چین په نړیوالو فورمونو کې د طالبانو حکومت ملاتړ کوي


د طالبانو مشر په دشت لیلي کې د زرګونو بې نومو طالبانو ډله قبر ته ولاړ


پخواني لوی څارنوال د څارنوالانو پر وژل کېدو غمرازي وښوده


ځان له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته ژمن بولو


په جرمني کی د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت


د طالبانو نوی قانون د بشري حقونو دشاتګ ښکارندويي کوي


د بلوچستان د ازادۍ پوځ پاکستاني پوځیانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو جزییات خپاره کړل


د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشر د طالبانو نوی قانون د ښځو پر حقونو تېری وباله


د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات څوک ګټي، د چا پله په درنېدو ده؟


يو بريتانوي خبريال په دونتیسک کې وژل شوی


طالبان وايي، ژر به د دوی سفیر په تاشکند کې کار پیل کړي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان